سویلي کوریا: شمالي کوریا د سمندر پر لور ۲ بالستیک توغندي توغولي

ارشیف

سویلي کوریا نن وروسته له هغه پر شمالي کوریا انتقاد وکړ چې دوه مشکوک بالستیک توغندي یې د سمندر پر لور وتوغول.

سیول دا کار په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره هڅه کوي یو ناسم کار بللی دی.

د سویلي کوریا پوځي چارواکو نن د مارچ په ۲۹ مه، نېټه راپور ورکړ چې د لنډ واټن ویشتونکي توغندي د شمالي کوریا له سواحلو څخه توغول شوي او د ۳۰ کیلومترو په لوړوالي ۲۳۰ او د ۲۳۰ کیلومتره په واټن په سمندر کې غورځېدلي دي.

د جاپان دفاع وزارت وايي، ښکاري چې دا بالستیک توغندي وو، خو د جاپان په اوبو یا ځانګړي اقتصادي زون کې نه‌دي راپرېوتلي.

د دې میزایلونو توغول د پیونګ یانګ د هغو اقداماتو یو برخه ده چې له واشنګټن سره د بې نتیجې خبرو له پای ته رسېدو وروسته یې له څو اوونیو راهیسې پیل کړي دي.

سویلي کوریا په پیل کې د کرونا ویروس د سرایت له کبله سخت زیانمن شو خو داسې ښکاري چې د دې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې یې ښه پرمختګ کړی دی.

تر نن ورځې پورې په جنوبي کوریا کې نږدې ۱۰ زره کسان په (کوویډ ۱۹) اخته شوي او ۱۴۴ کسان د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.