نیویارک ټایمز: د زندانیانو له خوشې کېدو سره به د سولې درېدلی بهیر بېرته روان شي

بهرنۍ ورځپاڼې

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز لیکي چې طالبانو د افغانستان په شمال کې د شنبې په ورځ یو لړ بریدونه کړي دي او دا حملې په داسې حال کې شوې دي چې امریکایي ډیپلوماتانو خوشبیني څرګنده کړې ده چې د افغان حکومت له لوري د زندانیانو له خوشې کېدو سره به د سولې درېدلی بهیر بېرته په خپلې لارې روان شي.

طالبانو پرون په کندز، فاریاب او بدخشان کې بریدونه وکړل او تر ټولو سخت برید یې د بدخشان پر یمګان ولسوالۍ وکړ چې د دې ولسوالۍ لویه برخه‌یې لاندې کړه.

د ورځپاڼې د خبر له مخې وسله‌والو د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې هم افغان ځواکونو ته درانه تلفات اړولي دي.

نیویارک ټایمز لیکي چې دا حملې په داسې وخت کې شوې دي چې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د اوربند وړاندیز شوی دی، خو طالبانو په تېرې یوې اوونۍ کې تر ۳۰۰ ډېرې حملې کړې دي.

  • سټارز اینډ سټرایپس

بله امریکایۍ خپرونه سټارز انډ سټرایپس بیا د افغان سولې په اړه تر دې سرلیک لاندې لیکنه لري "د سرو زرو د مډالونو کورنۍ په افغانستان کې سولې ته هیله‌من دي."

د دې مقالې په یوه برخه کې راغلي دي چې خاویار ګوتیریز چې زوی یې د افغانستان په جګړه کې وژل شوی دی، وایي لاسونه‌یې دعا ته لپه کړي او هیله‌یې دا ده چې د ده د زوی مړینه دې د یوې امریکایي کورنۍ وروستی غم شي.

۲۸ کلن خاویار جونیور ګوتیریز د سان انتونیو اوسېدونکی او د ښاغلي ګوتیریز زوی یو له هغو دوو امریکایي سرتېرو څخه و چې سږ کال د فبرورۍ په لومړیو کې په افغانستان کې ووژل شو.

د خپرونې په باور، خاویار جونیور دوه اوونۍ مخکې تر دې ووژل شو چې امریکایي چارواکو له طالبانو سره د سولې تړون وکړ.

دا تړون د فبرورۍ په ۲۹ لاسلیک شو چې له‌مخې به‌یې راتلونکی پسرلی امریکایي پوځیان له افغانستانه وتلي وي. په دې لړ کې اوس هم په سلګونه امریکایي سرتېرې له افغانستانه وتلې دي.

زلمي خلیل‌زاد چې له امریکایي پلاوي سره‌یې د قطر په پلارمېنه دوحه کې د سولې د خبرو مشري کوله، په وروستیو کې د جرمني شپيګل مجلې ته ویلي دي چې په دې تړون کې طالبانو داسې ژمنې کړې دي چې پخوا د هغه منلو ته چمتو نه‌و.

د ښاغلي خلیل‌زاد په باور له القاعده سره د اړیکو قطع کول، هغو ډلو ټپلو ته اجازه نه‌ورکول چې د افغانستان له خاورې د امریکا امنیت ته ګواښ کوي او د شخړو راکمېدل هغه اهداف دي چې د هغې لپاره له طالبانو سره د سولې تړون شوی دی.

خو څرنګه چې لیدل کېږي په افغانستان کې شخړې نه‌دي کمې شوي. د ستارز اینډ سترایپس ورځپاڼې په باور، یو شمېر انتقاد کوونکو خبرداری ورکړی دی چې طالبان به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته بیا واک ترلاسه کړي، د امریکا ملي امنیت به تهدید کړي او دا هغه څه دي چې امریکایي پوځیانو د هغه لپاره په تېرو کلونو کې قربانۍ ورکړې دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د پنجشنبې د ورځې توافق چې زندانیان به تبادله شي د خاویار ګوتیریز په څېر کسان چې د طلایي ستوریو کورنۍ ګڼل کېږي او زوی یې د افغانستان په جګړه کې وژل شوی دی، هیله‌من کړي دي چې د افغانستان د جګړې انجام وګوري.