د روسیې روسنفټ شرکت په ونزوئلا کې حپله پانګه پلوري

ارشیف، د روسنفټ شرکت یوه برخه.

د روسیې د تېلو تر ټولو ستر شرکت روسنفټ اعلان وکړ چې په ونزوئلا کې خپل فعالیت بندوي او خپله ټوله پانګه پر یوه شرکت چې د روسیې حکومت‌یې خاوند دی، خرڅوي.

روسانفټ پرون د مارچ په ۲۸مه، وویل چې له یوه شرکت سره چې سل په سلو کې په حکومت پورې تړاو لري، موافقې ته رسېدلي دي، ټول خپله برخه‌یې پرې خرڅه کړې او په ونزوئلا کې خپل فعالیت بندوي.

د روسیې حکومت په ونزوئلا کې د نیکولاس مادورو د حکومت ملاتړ ته دوام ورکړی او دې تازه اقدام ته په دې سترګه کتل کېږي چې ښايي د امریکا له بندیزونو د روسنفټ د ژغورلو لپاره شوی وي.

د امریکا متحده ایالاتو تر دې وړاندې د روسنفټ پر دوو شریکانو چې په ژنیو کې يې فعالیت کاوه او پر اروپايي هېوادونو یې خام نفت خرڅول، بندیز لګولی دی.