کابل کې پر تګ راتګ د بندیز د سختولو اعلان وشو

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې پر تګ راتګ د بندیز د سختولو اعلان وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې له نن (یکشنبه د مارچ ۲۹مه) څخه به پولیس د کابل په ښار کې د خلکو پر تګ راتګ بندیز په ډېر شدت عملي کوي.

طارق ارین بېګا دا خبر پر ټویټر خپور کړ. ارین لیکلي چې د دې بندیز د څارنې لپاره پولیس په ښار کې ګومارل شوي دي.

د کابل ښاریان یوازې د ډېرو ضروري کارونو د ترسره کولو لکه ډاکتر ته تګ، د امنیتي ستونزې په حالت کې له کوره د وتلو او له بل چا سره د مرستې لپاره له کورونو وتلئ شي.

د کابل او ولایتونو ترمنځ تګ راتګ بند دی.

بانکونه، صرافۍ، نانوايي ګانې او د خوراکي موادو دکانونه به خلاص وي.

د کرونا ویروس پر ضد مبارزې ځانګړې کمېټې د جمعې په ورځ وویل چې د عامې روغتیا وزارت، د کابل ښاروالۍ د تنظیف برخې، امنیتي ادارو او د دوی له ادارې پرته به نور ټول دولتي دفترونه درې اوونۍ بند وي.