کابل ته د طالبانو د پلاوي راتګ ځنډیدلی

آرشیف

کابل ته د طالبانو د یوه پلاوي راتګ ځنډیدلی دی.

ټاکل شوې وه نن د دغې ډلې یو پنځلس کسیز پلاوی له کندهاره کابل ته راشي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د سفر د میکانیزم د نه بشپړېدو له کبله دغه سفر ځنډیدلی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د سره صلیب هغه پلاوي چې د طالبانو غړي یې کابل ته بیول، د کرونا ویروس له امله د رامنځ ته شوي ګرځبندیز له کبله ونه توانېد چې د دوی پلاوی ولېږدوي.

دغه پلاوی د طالب زندانیانو د را خوشې کېدو په اړه د بحث لپاره کابل ته راځي، خو معلومه نه ده چې سفر به یې کله ترسره شي.