کابل کې به نن سخت امنیتي تدابیر عملي شي

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د افغانستان حکومت له پرېکړې سره سم به نن په پلازمېنه کابل کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سخت امنیتي تدابیر عملي شي.

د افغانستان حکومت له کابل ښاریانو غوښتي چې د درملو، طبي خدماتو یا خوراکي موادو د رانیولو په شان له ضروري کاره پرته له کوره ونه‌وځي.

له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې ویلي چې ټولې دولتي ادارې به د درېیو اوونیو لپاره بندې وي، خو یوازې به روغتیايي مرکزونه، د ښاروالۍ تنظیفات، له کرونا سره د مبارزې کمېټه او امنیتي ارګانونه کار ته دوام ورکړي.

بانکونه، صرافۍ، نانوایانې او د خوراکي موادو پلورنځي هم اجازه لري چې فعالیت ته دوام ورکړي.