د بریتانیا صدراعظم په کرونا ویروس اخته شوی

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون نن د مارچ په ۲۷مه، وویل چې په کرونا ویروس اخته شوی دی.

بورېس جانسون دا خبر پر ټویټر خپور کړی او لیکلي یې دي چې د ویروس نښې کمزورې دي، حکومتي چارو ته به دوام ورکوي، خو ځان‌یې له خلکو جلا کړی دی.

بورېس جانسون ویلي: "د کرونا ویروس کمزورې نښې مې په ځان کې احساس کړې او د روغتیايي مسؤل په مشوره مې ځان معاینه کړ او د معاینې نتیجه مثبته وه، له دې کبله به له کوره کار کوم او له نورو ځان لیرې ساتم."

د بریتانیا د رسمي شمېرو پر اساس چې پرون خپرې شوې، ۳۲۷۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په بریتانیا کې پرون نور ۴۰ تنه له دې امله مړه شوي چې په ټوله کې د کرونا ویروس له امله په بریتانیا کې د مړو شمېر ۱۴۴ ته ورسره رسېدلی دی.