ایران کې د کرونا ویروس له امله ۱۴۴ تنه نور کسان هم مړه شول

په ایران کې د کرونا له امله مړ شوی کس

په ایران کې چارواکو نن د مارچ په ۲۷مه، د کرونا ویروس له امله د نورو ۱۴۴ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

له دې سره په ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۲۴۰۰ ته لوړ شو.

د ایران د عامې روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن دا شمېرې اعلان کړې دي.

هغه ویلي چې په ایران کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۲ زره او ۳۳۲ ته لوړ شوی دی.

ایران، چین، ایټالیا، اسپانیا او امریکا د نړۍ له هغو هېوادونو دي چې کرونا ویروس سخت ځپلي دي.