روسیه کې رسټورانتونه او چای‌خانې وتړل شوې

یو روسی وګړی د یوې چای‌خانې د تړلو پر مهال.

د روسیې حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره نن د مارچ په ۲۷مه، ټول رسټورانتونه او چای‌خانې بندې کړې.

په روسیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۳۶ ته رسېدلی دی.

په روسیه کې له دې امله د درېیم وګړي د مرګ خبر هم تأیید شوی دی.

د روسیې صدراعظم، همداراز په ټول هېواد کې د هغو ادارو فعالیت بند کړی چې په بازارونو کې د خوراکي موادو کاروبار کوي. دا فرمان به له سبا عملي کېږي.

په روسیه کې همداراز د تفرېح او سیاحت لپاره ځانګړي ځایونه بند شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې له سبا ورځې د اپرېل میاشتې تر پنځمې نېټې به عمومي رخصتي وي. په مسکو کې پر خلکو غږ شوی چې له کورونو دې نه‌وځي او له خلکو سره دې راشه درشه کمه کړي.