ملي امنیت شورا: د طالبانو پلاوی نن کابل ته نه‌راځي

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

د افغانستان د ملي امنیت شورا افغانستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر خبر رد کړ.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن د مارچ په ۲۷مه، ازادي راډیو ته وویل چې نن د طالبانو پلاوی کابل ته نه‌راځي.

فیصل دا لنډ خبر پر "وټس‌اپ" ازادي راډیو ته استولی او په دې اړه‌يې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون ماښام ازادي راډیو ته ویلي و چې یو پلاوی به‌یې نن کابل ته ولاړ شي.

شاهین ویلي و چې دا پلاوی به د طالبانو د یو شمېر بندیانو د خوشې کېدو خبر د تأیید لپاره بګرام ته ځي.

شاهین ویلي و چې د هغوی ۱۵ کسیز پلاوی به د سره صلیب د نړیوالې ټولنې په مرسته افغانستان ته ځي او دا سفر د بین‌الافغاني خبرو د پیل معنی نه‌لري.