کابل ښار کې د ګرځ‌بندیز طرحه تأیید شوه

ارشیف، کابل ښار.

د افغانستان حکومت کابینې نن د مارچ په ۲۷مه، په کابل کې د ګرځ‌بندیز طرحه تأیید کړه.

په عامه او ستراتېژیکو چارو کې د جمهور رئيس سلاکار وحید عمر نن پر ټویټر ولیکل چې د کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوی لپاره د دې طرحې پر جزئیاتو کار کېږي.

وحید عمر لیکلي چې د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش به د طرحې په اړه له ولسمشر سره سلا کوي او بیا به عملي کېږي.

د طرحې د عملي کولو مسؤلیت یوې ځانګړې کمېټې ته سپارل شوی چې وروسته به جزئیات هم اعلانوي.