امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۳۵۰۰ ورسېد

ارشیف، په کرونا ویروس اخته کس درملنه

د امریکا په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د ناروغانو شمېر تر چین زیات شو.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په متحده ایالاتو کې ۸۳ زره ۵۰۰ کسان په کرونا اخته دي. په دې ډول دغه هېواد تر چین چې هلته د کرونا د ناروغانو شمېر ۸۱۷۸۲ کېږي او تر ایټالیا چې هلته ۸۰ زره ۵۸۹ کېږي، مخکې شو.

خو په متحده ایالاتو کې تر اوسه ۱۲۰۰ تنه دې ناروغۍ وژلي دي چې دا شمېره تر ایټالیا او چین ښکته ده.

ټاکل شوې ده چې نن د امریکا استازو جرګه غونډه وکړي او تمه ده چې د کرونا د مخنیوي لپاره د ۲،۲ ټریلیونه ډالرو بودجه تصویب کړي. دا تاریخي بودجه روانه اوونۍ د سنا له لوري تصویب شوه.

د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي پرون د استازو جرګې له استازو وغوښتل چې دا بودجه له ځنډ پرته تصویب کړي.

تر دې مخکې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له استازو جرګې غوښتي و چې بودجه تصویب کړي او چې هغوی تصویب کړه دی به‌یې له ځنډ پرته توشېح کړي.