افغان حکومت ۱۰ زره بندیان خوشې کوي

ارشیف، افغان بندیان

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد په زندانونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د یو شمېر زندانیانو د خوشې کېدو فرمان صادر کړ.

د افغانستان لوی څارنوال د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۷» په یوې خبری ناسته کې وویل، د دغه فرمان له مخې به د هېواد له زندانونو څخه ۱۰ زره بندیان خوشې شي.

لوی څارنوال فرید حمیدي زیاته کړه: "نن موږ د ازادۍ د سلب په ځایونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف، د اساسي قانون او نورو قوانینو په اساس د یو شمېر زندانیانو د خوشې کېدو په تړاو د لومړني فرمان د صادرېدو شاهدان یو."

لوی څارنوال وویل په دغه فرمان کې ترهګر او د ملي او نړیوال امنیت پر ضد مجرم زندانیان شامل نه‌دي.

د افغانستان لوی څارنوال زیاته کړه، د ولسمشر د دغه فرمان له مخې د عدلي او قضايي ارګانونو له متخصصینو یوې کمېتې ته سپارښتنه شوې چې تر ۱۰ ورځو پورې په دې برخه کې څېړنې وکړي او له زندانونو څخه د خوشې کېدونکو زندانیانو کره لېستونه چمتو کړي.

لوی څارنوال وویل، د دغه فرمان له مخې به په خوشې کېدونکو زندانیانو کې ښځې، ماشومان، ناروغان، د لوړ عمر کسان او هغوی چې د حبس موده‌یې تر پنځو کلونو لږ وي او همدا شان هغه زندانیان چې د جرم کچه‌یې ټیټه وي، شامل دي.

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر هم د کرونا ویروس د ښه مخنیوي لپاره د لا ډېرو تدابیرو له نیولو خبر ورکوي.