عبدالله: د طالب بندیانو خوشې کول به د سولې پروسې سره مرسته وکړي

د افغانستان پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغانستان پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي، د حکومت له‌خوا د طالب بندیانو خوشې کېدل به د دواړو خواو په ګټه وي او هم به د سولې پروسې له پرمختګ سره مرسته وکړي.​

ښاغلی عبدالله دغه څرګندونې نن په کابل کې وروسته له هغې وکړې چې د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون اعلان وکړ چې په پام کې ده په څو راتلونکو ورځو کې حکومتي چارواکي د طالبانو له یوه پلاوي سره وګوري او د طالب بندیانو د لومړنۍ ډلې د خوشې کېدو په اړه ورسره خبرې وکړي.​

ښاغلي عبدالله په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې دغه‌راز وویل چې په افغانستان کې د روان سیاسي کړکېچ د هواري لپاره خبرو ته تیار دی.​

هغه زیاته کړه چې اوسنی وضعیت د هېڅ چا په ګټه نه‌دی.​

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د دې شورا د غړو او د طالبانو د پلاوي ترمنځ په وېډیويي کنفرانس کې پر دې موافقه وشوه چې د طالبانو پلاوی به څو راتلونکو ورځو کې له حکومت سره مخامخ ګوري چې پنځه ورځې وروسته یعنې د مارچ په ۳۱مه د سلو طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه ورسره نورې خبرې وکړي.