کابل ښار کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایتونه

ارشیف، د کابل ښار منډوي.

کابل ښاریان په بازارونو کې د خوراکي موادو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

له شااوخوا دوو اوونیو راهیسې د خوراکي توکو لکه د اوړو، غوړیو، بورې، وریجو او داسې نورو بیې ورځ په ورځ لوړېږي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی حاجي سید محمد ازادي رادیو ته وویل: "وړمه ورځ اوړه په ۱۶۰۰ وو، نن په ۱۸۰۰ او ۱۹۰۰ دي، بیې اسمان ته لوړې شوي له مجبورۍ به غلاګانې او جرمونه زیات شي. د غریب وضعیت خراب دی. په دغو شرایطو کې دې حکومت د خلکو په کورونو یو، دوه بوجۍ واچوي بیا دې لارې او واټونه بند کړي."

د کابل ښار د خوراکي ټوکو دکانداران د بیو لوړول مني، خو وايي دغه مواد له لویو مارکېټونو او عمده پلورونکو څخه په لوړه بیه پېري او په لوړه بیه‌یې پلوري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هېواد له شمالي هېوادونو سره بندرونه خلاص دي او واردوونکي هڅه کوي چې په بازارونو کې د خوراکي موادو کموالی را منځته نه‌شي.

سربېره پر دې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، اوس د تورخم له بندره پرته، د افغانستان ټول بندرونه د افغان واردوونکو پر مخ خلاص دي، خو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف په‌کې د صادروونکو هېوادونو له‌خوا یو لړ محدودیتونه رامنځته شوي او دغه محدودیتونه د بندرونو د بندېدو په معنی نه‌دي.

دغه وزارت او خصوصي سکټور ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې په کافي اندازه خوراکي مواد موجود دي، خو د خلکو اندېښنو او وېرې د موادو په بیو ناوړه اثر کړی دی.

افغان حکومت د خوراکي موادو پلورونکو ته خبرداری ورکړی چې د خلکو له اندېښنو دې ناوړه ګټه نه‌اخلي او له احتکار څخه په جدي توګه ډډه وکړي.