تهران د 'اېف بي ای' د پخواني اجنټ په اړه د امریکا ادعا رد کړه

امریکایی رابرټ لیوینسن

تهران وایي نه‌پوهېږي چې امریکایی رابرټ لیوینسن چېرې دی او په دې توګه‌یې د امریکا ادعا رد کړه.

متحده ایالاتو ویلي چې ګومان کوي د پولیسو د فدرالي ادارې دغه پخوانی اجنټ به په ایران کې په زندان کې مړ شوی وي.​

په ملګرو ملتونو کې د ایران د دایمي نمایندګۍ ویاند علي رضا میر یوسفي نن په ټویټرپاڼه ولیکل چې ایران تل پر دې خبرې ټینګار کړی چې چارواکي یې نه‌پوهېږي چې ښاغلی لیوینسن چېرې دی او هغه د ایران په توقیف کې نه‌دی.​

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو له ایرانه غوښتي و چې د امریکا د پولیسو د فدرالي ادارې "اېف بي ای" د متقاعد اجنټ رابرټ لیوینسن په اړه دې چې څه ورسره پېښ شوي، بشپړ سپیناوی ورکړي. ګومان کېږي چې نوموړی په ایران کې په زندان کې مړ شوی دی.​

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین پرون په یوه خپاره کړي بیان کې وویل، سره له دې چې د دې پېښې په اړه څېړنه دوام لري، خو دوی ګومان کوي چې رابرټ لیوینسن به څه موده مخکې ساه ورکړې وي.​

لیوینسن ۱۳ کاله مخکې چې هغه مهال ۵۸ کلن و، په ایران کې تری تم شوی دی.​

د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت سلاکار زیاته کړه، مخکې له دې چې واشنګټن په دې اړه چې له لیوینسن سره څه پېښ شوي ومني، تهران باید په دې اړه بشپړ معلومات ورکړي.​

پرون د ورځې په پیل کې د لیوینسن کورنۍ ویلي چې د هغه د احتمالي برخلیک په اړه حکومت ورته یو څه معلومات ورکړي دي. له دې مخکې ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته ویلي و چې دی به د لیوینسن مړینه ونه‌مني.

ټرمپ وویل، مخکې له دې چې نوموړی ونیول شي، اوږده موده ناروغ و.