په هرات کې پر کرونا ویروس یو بل اخته کس هم مړ شو

هرات کې د کرونا ویروس ناروغانو لپاره ځانګړی شوی روغتون

په هرات کې چې د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي، پر دې ویروس یو بل اخته کس هم مړ شو.​

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل چې د کرونا ویروس یا (کوویډ-۱۹) ​نوې قرباني یوه ۵۰ کلنه ښځه وه چې د بډوډو او تنفسي ناروغۍ یې درلودې.​

چارواکو ویلي چې دغه ښځه ایران ته چې دې ولایت ته دغه ویروس له هغه هېواده سرایت کړی، نه‌وه تللې.​

په هرات کې پر کرونا ویروس شاوخوا اخته شوي ۳۰ تنه هغه کسان ښودل شوي چې له ایرانه نه‌دي راغلي، بلکې دغه ویروس ورته له نورو کسانو چې پر دې​ ویروس اخته و، سرایت کړی دی. ​

په دې ولایت کې د کرونا مثبتې پېښې ۵۸ ته رسېدلي او په ټول افغانستان کې یې شمېر ۸۴ ته رسېدلی دی.

تر اوسه‌یې هم له امله درې تنه مړه شوي دي.