عبدالله: اشرف غني له ځانه انعطاف نه‌ښيي

د افغانستان پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغانستان پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي چې له خپله اړخه‌یې ډېره هڅه کړې څو د ولسمشرۍ د ترسره شویو انتخاباتو له امله راولاړ شوی سیاسي بحران پای ته ورسوي، خو مقابل لوری چې اشاره‌یې خپل انتخاباتي سیال او ولسمشر اشرف غني ته وه، له ځانه انعطاف نه‌ښيي.

ښاغلي عبدالله چې خپله‌یې هم ځان ولسمشر اعلان کړی نن د افغانستان د روان سیاسي وضعیت په اړه دغه څرګندونې په هغې وینا کې وکړې چې د هغه په فېس‌بوک پاڼه کې ایښول شوې ده.

ښاغلي عبدالله وویل، افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو د وروستي سفر په ترڅ کې یې دوه په دوه له اشرف غني سره وکتل چې ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي، خو د ده په وینا هغه انعطاف ونه‌ښود.​

له دې مخکې افغان ولسمشر اشرف غني ویلي چې عبدالله داسې غوښتنې لري چې هغه د افغانستان له اساسي قانون سره اړخ نه‌لګوي.

ښاغلي عبدالله دغه‌راز افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وروستي سفر ته په اشاره وویل چې دا سفر په داسې وخت کې چې د کرونا ویروس ټولې نړۍ ته خپور شوی او سفرونه ورسره محدود شوي، ډېر مهم و.​

عبدالله وویل، پومپیو ورته دا واضح ویلي و چې دی دې هېواد ته د دې لپاره نه‌دی راغلی چې کوم نوی فورمول پرې تحمیل کړي، بلکې یوازې تأکید یې پر افغان مشرانو په تېره بیا ما او اشرف غني دا دی چې وضعیت ډېر حساس دی او باید موږ دواړه ورته ډېر ژر حل لاره پیدا کړو.​