'خلک به د لومړنیو خوراکي توکو له کمښت سره مخ نه‌شي'

ارشیف

د سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې د لومړنیو خوراکي توکو په واردولو سره به خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ نه‌شي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا ازادي راډیو ته وویل چې د دغه وزارت مسؤلینو تېره ورځ له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دروازو د خلاصون په اړه خبرې کړي.

هغه زیاته کړه: "د پاکستان له سفیر او د دغه هېواد د سوداګرۍ له وزیر سره خبرې شوي، د لارو د خلاصون په اړه وړاندیز شوی، د وړاندیز له مخې پاکستان به یوه ساحه قرنطین کوي، څو پاکستاني موټر چلوونکي تر هغه ځایه مواد انتقال کړي، وروسته به دغه مواد افغان موټر چلوونکو ته تسلیموي."

له‌دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت په دې اړه له ازبکستان او قزاستان سره هم خبرې کړي او هغوی افغانستان ته د خوراکي توکو د وارېدولو په اړه ډاډ ورکړی و.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي چې د خوراکي توکو وارېدول په عادي ډول روان دي، خو د دغې خونې چارواکي زیاتوي چې د یو لړ محدویتونو له امله د هېواد صادرات کم شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلین وايي چې له تېرې ورځې راهیسې یو ځل بیا د کابل په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوي.