ایران کې نن ۱۵۷ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي

ارشیف، ایران کې د کرونا ویروس له امله مړ شوی کس

ایران نن اعلان وکړ چې ۱۵۷ نور کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي چې په دې سره په هېواد کې د دغه ویروس له امله د مړو شویو شمېر ۲۲۳۴ کسانو ته ورسېد.​

ایران د دغه نویو مړینو خبر داسې مهال ورکوي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د نوې څپې د مخنیوي لپاره‌یې نوي اقدامات کړي دي او د ښارونو ترمنځ پر سفر کولو سر له ننه بندیز لګول شوی دی.

له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ایران د ملي مرکز غړي حسین زوالفقاري نن وویل، هغوی چې د نوي کال په رخصتیو کې په سفر تللي باید سمدستی خپلو ښارونو ته راوګرځي او خپلو کورونو ته په لاره باید په هېڅ یوه ښار کې تم نه‌شي.​

زوالفقاري وویل چې د پوهنتونونو او ښوونځیو بندېدل او همدا شان پر ځنډول شویو غونډو بندیز به دوام لري. هغه زیاته کړه چې د دغو اقداماتو له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي.​

ایران پرون په دې هېواد کې د کرونا ویروس یا (کووایډ-۱۹) له امله د ۲۰۷۷ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړ.​

د ایران د روغتیا وزرات ویاند کیانوش جهانپور وویل چې همکارانو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د (کووایډ-۱۹) ۲۲۰۶ نوې مثبتې ثبت کړې چې په دې سره په دې ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۲۷۰۱۷ کسانو ته ورسېد. ​

ایران په جنوا کې دېره د بې‌سرحده روغتیایي ټولنې «اېم اس اېف» هغه وړاندیز چې غوښتل‌یې په اصفهان کې ۵۱ بستریزه روغتون جوړ کړي، رد کړی دی.

تهران همدا شان د واشنګټن د بشري مرستو وړاندیز هم رد کړی او ویلي یې دي چې که غواړي له تهران سره د دغې وبا په وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي، نو لګول شوي بندیزونه دې لیرې کړي.​