روسیه له بهر او برعکس ټولې الوتنې ځنډوي

ارشیف

د روسیې حکومت نن اعلان وکړ چې سر له سبا له روسیې بهر او برعکس دغه هېواد ته ټولې عادي او چارتر الوتنې ځنډوي.

دا ګام داسې مهال اخیستل شوی چې دغه هېواد د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي هڅې پیل کړې دي.

د روسیې د حکومت په وېب‌پاڼه کې د روسي چارواکو په حواله ویل شوي، یوازې به له روسیې هغو الوتکو ته د تګ اجازه ورکول کېږي چې نورو هېوادونو کې روسي اتباع بېرته خپل هېواد ته ستنوي.

په روسیه کې تر اوسه د کرونا ویروس ۶۵۸ مثبتې پېښې رامنځته شوي او له دې ډلې یوازې د دوو کسانو مړېنه تأیید شوې ده.