'د کرونا په زیاتېدو به کابل او یو شمېر ښارونو کې ګرځ‌بندیز اعلان شي'

ارشیف، په هرات کې اعلان شوی ګرځ‌بندیز

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي که د کابل په ګډون په نورو ښارونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شي، نو په دې ښارونو کې به ګرځ‌بندیز اعلان کړي.

دې وزارت تېره ورځ په هرات، فراه او زرنج ښارونو کې په ګرځېدو بندیز اعلان کړی دی.

د روغتیا وزارت د صحي خدمتونو مرستیال ډاکتر فدا محمد پیکان نن په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د دوی د سپارښتنو سره سره لا هم په پلازمېنه کابل کې د ودونو یو شمېر تالارونه د مشتریانو پر مخ خلاص دي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې باید دا هوټلونه له دې وړاندې چې پولیس‌یې په زور ورباندې وتړي باید د مشتریانو پر مخ وتړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.

روغتیا وزارت وایي چې د مثبتو پېښو شمېر ۸۰ ته رسېدلی چې زیاتې یې په هرات ولایت کې ثبت شوې دي.

دغه شان د دې ویروس له امله درې تنه مړه شوي هم دي.