د امریکا سنا د حکومت تاریخي اقتصادي سند تأیید کړ

د متحده ایالاتو د مشرانو جرګه

د امریکا سنا یا مشرانو جرګې دغه هېواد کې د کرونا له امله د اقتصادي وضعیت د بېرته ښه کېدو او د روغتیا سکټور د ملاتړ په هدف د حکومت تاریخي سند په مطلق اکثریت سره تأیید کړ.

په سند کې د دغه وضعیت د قابو کولو لپاره دوه تریلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.

دا سند سبا د مارچ په ۲۷مه د امریکا استازو جرګې ته ځي او تمه دا ده چې هلته به هم په چټکۍ سره تصویب شي.

د استازو جرګې له تصویب وروسته به امریکایي ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه سند توشېح کړي، ښاغلي ټرمپ له‌دې وړاندې ویلي چې پر دې سند به ژر لاسلیک وکړي.

د کرونا له امله د زیان جبران ته دا پیسې داسې مهال ځانګړې کېږي چې د امریکا په نږدې ټولو ایالتونو کې د عمومي بندیز حکم نافذ دی.

په امریکا کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر څه باندې ۶۸ زرو ته رسېدلی او له دې کبله ۱۰۳۱ کسان مړه شوي دي.