فرانسه له عراق نه خپل ځواکونه باسي

فرانسوي ځواکونه

فرانسه وایي له عراقه خپل ځواکونه د دې لپاره راباسي چې هغوی په خپل هېواد کې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.

فرانسوي چارواکو دا خبره پرون یوه ورځ وروسته له هغه وکړه چې چک جمهوریت له عراقه د ځواکونو د ایستلو په اړه ورته پرېکړه اعلان کړه.

د فرانسې ځواکونه په عراق کې د امریکا په مشرۍ د هغه مأموریت تر چتر لاندې فعالیت کوي چې هدف‌یې د عراقي ځواکونو روزنه او مشوره او د ترهګرۍ ضد عملیات دي.

د فرانسې د دفاع وزیر ویلي، پاریس پرېکړه کړې چې خپل ځواکونه تر دوهم خبرداري له عراقه راوباسي.

فرانسې ویلي، که څه هم دوی خپل ۱۰۰ سرتېري له عراقه راباسي، خو په خبره‌یې عراق کې به د داعش په ضد د دوی عملیات دوام ولري.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون له دې وړاندې ویلي و چې د دغه هېواد پوځیان باید د کرونا ویروس د مخنیوي په چارو کې ونډه واخلي.