د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د میدان وردک پر ښاروالې ظریفه غفاري حمله غندلې او یو بزدلانه عمليې بللی دی.
ده د سې شنبې په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه ولیکل، د افغانستان راتلونکی د هغوی په لاس کې دی چې سوله او سیاسي حل غواړي، نه هغوی چې د افغان ښځو د تهدیدولو لپاره له تاوتریخوالي او ترهې کار اخلي.
We strongly condemn the cowardly attack on #IWOC2020 #WomanofCourage awardee Mayor Zarifa Ghafari of #Afghanistan. The future of Afghanistan lies with those who seek peace and political solutions, not those who use violence and intimidation to threaten Afghan women. pic.twitter.com/3nfHRZdU0d
— Secretary Pompeo (@SecPompeo) March 24, 2020
مېرمن ظریفه غفاري له ازادي راډيو سره تر دې برید یوه ورځ وروسته د مارچ په ۲۳مه نېټه په خبرو کې وویل چې وسلهوالو کسانو د دې پر موټر ډزې وکړې او وتښتېدل، خو دې ته پهکې زیان ونهرسېد.
هغه زیاته کړه: "له ښه مرغه زه، کوژدن مې او موټر چلوونکی مې ټول ښه یو. چا ته ځاني زیان نهدی رسېدلی، خو دا پېښه وړه پېښه نهده. ما د خپلو امنیتي تدابیرو اړوند اندېښنې له امنیتي ارګانونو سره شریکې کړي او د ولسمشر د فرمان له مخې هر ښاروال باید دوه ساتونکي ولري. ما دا ساتونکي غوښتي، خو د ولایت مقام د رد ځواب راکړی."
په دې اړه نور: د میدان ښار ښارواله: د ښځو حقونو لپاره به له مبارزې لاس وانهخلممېرمن غفاري یو څو اوونۍ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لهخوا د زړورتیا جایزه ترلاسه کړه.
مېرمن غفاري د ښاروالۍ تر دندې مخکې د ښځو لپاره یوه راډيو پر مخ وړله.
د ښاروالې په توګه پر دنده تر ټاکل کېدو وروسته هم ظریفه غفاري له ډېرو مخالفتونو سره مخامخ شوه.
دا لومړی په ۲۰۱۸م کال کې ولسمشر محمد اشرف غني د ښاروالې په توګه وټاکله، خو چارواکو د دې دنده وځنډوله. دې په رسمي توګه خپله دنده د ۲۰۱۹م کال په مارچ میاشت کې پیل کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي چې مېرمن غفاري پر تهدیدونو سربېره خپلې دندې ته دوام ورکړ او دا خبرهیې ناسمه ثابته کړه چې ښځې مشري او لارښوونه نهشي کولای.