د نړۍ یو پر درېیمې برخې د چهارشنبې په ورځ د انزوا بڼه درلوده

ارشیف، په نړۍ کې د کرونا ویروس وضعیت

د نړۍ یو پر درېیمه برخه د چهارشنبې په ورځ د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د انزوا بڼه درلوده.

اوس اروپایي هېوادونه او امریکا تر ټولو ډېرې د کرونا مثبت پېښي او تلفات لري.

په اسپانیا کې د مړو شمېر ۳۴۳۴ تنه دی چې د چین د تلفاتو څو برابره ډېر شوی. په ایټالیا کې هم څه باندې ۷۵۰۰ تنه د کرونا ویروس له کبله مړه شوي چې له دې اړخه‌یې د نړۍ په سطح تر ټولو ډېره قرباني ورکړې ده.

په امریکا کې تر ۶۴۰۰۰ ډېر کسان په کرونا اخته شوي دي. هند د نړۍ دوهم ګڼ مېشتی هېواد هم د چهارشنبې په ورځ د یاد ویروس د خپرېدو له وېرې د انزوا حالت اعلان کړ.

د نهو اروپایي هېوادونو مشرانو د اروپایي ټولني د پور ګډ صندوق ته په یوه ګډ لیک کې غوښتي چې له کرونا ویروس سره د سختې مبارزې لپاره د روغتیایي سکټورونو لپاره مالي سرچینې ډېرې شي.