د افغان امنیتي سکټور په یو میلیارد ډالري سپما پلان کې بدلون راغی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر په امنیتي سکټور کې د یو میلیارد ډالر سپما پلان له درېیو کلونو څخه دوو کلونو ته راټیټ کړ.

دا اعلان د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۶» وروسته له هغه وشو چې متحده ایالاتو له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستې د بندېدو خبره وکړه.

د ارګ په یوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته د وېډیو کنفرانس له لارې سپارښتنه کړې چې اغېزمنه سپما باید په دوو کلونو کې عملي شي.

په دې غونډه کې ولسمشر غني دواړو وزارتونو ته سپارښتنه کړې چې په راتلونکو پنځو ورځو کې د ماليې لګښتونو د مخنیوي لپاره خپلې طرحې چمتو او وروسته دې د سپما پلان عملي کړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون هم مؤظف شوی چې د ملکي خدماتو په سیستم کې د غیر ضروري لګښتونو سپما عملي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دوشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ څو د ولسمشر غني او د هغه د سیاسي سیال عبدالله عبدالله ترمنځ کړکېچ هوار کړي، خو وروسته له دې چې دا دوه اړخیزې لیدنې بې‌نتیجې شوې، امریکا د افغانستان له حکومت سره د خپلو یو میلیارد ډالرو مشروط مرستې د بندېدو خبر ورکړ.