هرات کې د کرونا ویروس ۴ تازه پېښې ثبت شوې

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۴ تنو ته رسېدلی دی.

په هرات ولایت کې د کرونا ویروس څلور تازه پېښې ثبت شوې.

د هرات د حوزوي روغتون د انتاني برخې مسؤل محمد ابراهیم بسیم ازادي راډیو ته تأیید کړه چې اوس یوازې په دې ولایت کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۸ تنو ته رسېدلی دی.

په مجموع کې تر چهارشنبې پورې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۴ تنو ته رسېدلی دی.

افغان چارواکو په همدې ورځ په درېیو ولایتونو هرات، فراه او نیمروز کې د ورځې ګرځ‌بندیز اعلان کړ. دا درې ولایتونه له ایران سره ګډه پوله لري. د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وایي دا اقدام د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف شوی دی.

هغه زیاته کړه: "تدابیر او بندیزونه چې په هرات کې نیول شوي دي د کورنیو د سلامتۍ او روغتیا د خوندیتوب لپاره دې او دا به د کرونا ویروس تر درېدو پورې دوام ولري."

تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس له کبله دوه تنه مړه شوي دي.