یوناما د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي پر اوربند کار وکړي

کابل ښار کې د سېکهانو پر یوه درمسال د چهارشنبې ورځې حمله

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې تاوتریخوالی کم او پر اوربند کار وکړي.

یوناما یا د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل چې له ټولو اړخونو غواړي څو ملکي وګړي خوندي کړي او د اوربند او سیاسي روغې جوړې کار ته دوام ورکړي.

د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي د تاوتریخوالي د کموالي سره سره د فبرورۍ له وروستیو څخه د مارچ تر ۲۵مې پورې په افغانستان کې تر ۱۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

وروستی برید د چهارشنبې په ورځ د کابل په شوربازار سیمه کې د سېکهانو پر درمسال وشو چې ۲۵ ملکي کسان په‌کې ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

داعش وسله‌والې ډلې د پروني برید مسؤلیت ومانه.

یوناما د چهارشنبې د ورځي برید سخت غندلی او وایي چې په وروستیو ۲۵ ورځو کې ډېری خونړي بریدونه د دولت د وسله‌والو مخالفو ډلو له‌خوا ترسره کېږي. د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د ملکي تلفاتو لومړۍ درجه مسؤل وسله‌وال طالبان ګڼي.