کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو ۲ میلیارد ډالري مرسته

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان ودانۍ

د ملګرو ملتونو سازمان د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره ۲ میلیارده ډالره مرسته ځانګړې کړه.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د مارچ ۰۶» دغه مرسته د نړۍ هغو بې‌وزلو هېوادونو ته چې د کرونا ویروس سره لاس او ګرېوان دي، اعلان کړه.

ښاغلي ګوترش د کوم ځانګړي هېواد نوم وانه‌خیست، خو ویې‌ویل چې غواړي پرمختللي هېوادونه له مخ پر ودې هېوادونو سره د کرونا په له‌منځه وړلو کې همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش

ښاغلی ګوترش زیاتوي: "نړۍ له یوه بې‌ساري ګواښ سره مخامخ ده، (کووایډ-۱۹) ټولې نړۍ ته خپور شوی. خپرېدل‌یې دردناک دی. د میلیاردونو کسانو ژوند ګډوډ شوی او د نړۍ اقتصاد هم له خطر سره مخامخ دی. (کووایډ-۱۹) د ټول بشریت لپاره ګواښ دی، نو بشر هم باید د هغه په مقابل کې مبارزه وکړي."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي دغه‌راز وویل چې باید د سوریې، یمن او لیبیا په څېر جګړه‌ځپلو هېوادونو کې اوربند وشي څو نړۍ وکولای شي له کرونا ویروس سره پر مبارزې تمرکز وکړي.

د انتونیو ګوترش په خبره، د کرونا ویروس اوس تقریباً ټولې نړۍ ته رسېدلی او په یوه لوی ګواښ بدل شوی دی.

ارشیف

روغتیا نړیوال سازمان وایي تر چهارشنبې پورې په نړۍ کې د دې ویروس پېښې د نړۍ په ۱۹۵ هېوادونو کې ثبت شوې دي.

په دې ورځ، په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر څه باندې ۴۵۰ زره کسانو ته ورسېد. د مړو شمېر هم له ۲۰ کسانو لوړ شو.

په ایټالیا کې څه باندې ۷۴ زره کسان په دې ویروس اخته شوي او د نړۍ په سطح‌یې تر ټولو ډېره قرباني ورکړې ده. په دې هېواد کې څه باندې ۷۵۰۰ کسان له دې ویروسه مړه شوي دي.

د امریکا متحده ایالات اوس تر چین او ایټالیا وروسته په درېیم ځای کې دی. په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۱ زرو ته رسېدلی. شااوخوا ۸۵۰ کسان په‌کې له دې ویروسه مړه شوي دي.

نیویارک چې شااوخوا ۳۰ زره کسان په‌کې په دې ویروس اخته شوي، په امریکا کې تر ټولو ډېر ځپل شوی دی.

د کرونا ویروس له زیاتې خپرېدو وروسته نیویارک ښار

چین چې د کرونا ویروس د راپورته کېدو اصلي ځای بلل کېږي اوس په‌کې په دې ناروغۍ تر ټولو لږ شمېر کسانو د اخته کېدو راپور ورکول کېږي. د مارچ تر ۲۵ نېټې پورې په ټوله نړۍ کې ۱۱۳ په کرونا ویروس اخته کسان بېرته روغ شوي دي چې څه باندې ۷۳ زره‌یې چینایي وګړي دي.