ترکیه کې ۲۰ تنه د جمال خاشقجي په قتل کې په لاس لرلو تورن شول

جمال خاشقجي

د ترکیې څارنوالانو ۲۰ تنه د جمال خاشقجي په قتل کې په لاس درلودلو تورن کړي دي.

جمال خاشقجي د واشنګټن پوست لپاره مقالې لیکلې او په عمومي ډول، هغه د سعودي د واکمنانو په اړه انتقادي لیکنې کولې.

هغه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته په اسنادو پسې تللی و او ووژل شو.

د استانبول څارنوالۍ نن د مارچ په ۲۵مه، وویل چې د سعودي عربستان د استخباراتو د ادارې مرستیال احمد عسیري او د سعودي د وليعهد شهزاده محمد بن سلمان یو نږدې ملګری او سلاکار سعود القحطاني د خاشقچي د قتل هڅوونکي دي.

د استانبول څارنوالۍ دا بیان د مشکوکو کسانو د ټیلیفوني معلوماتو د څارنې او د قتل په وخت کې د مشکوکو وګړو د موقعیت پر اساس کړی دی.

د استانبول له څارنوالۍ په خپاره شوي بیان کې راغلي چې څارنوالانو همداراز د خاشقجي په ټیلیفون، لپټاپ کمپیوټر، ای پډ کې معلومات کتلي او څېړلي دی.