په روسیه کې د کرونا ویروس زیاتوالی؛ پوتین خلکو ته وینا کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

په روسیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې له زیاتوالي سره سم، کرملېن وايي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین په څو ساعتونو کې خلکو ته وینا کوي.

تر دې اعلان مخکې، د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین ټولو والیانو ته امر وکړ چې د کرونا ویروس له امله ناروغانو ته په روغتونونو کې چپرکټونه برابر کړي.

د روسیې حکومت نن د مارچ په ۲۵مه، وویل چې په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۵۸ ته لوړ شوی دی.

که څه هم روسیه نه‌وايي چې د کرونا ویروس له امله هلته څوک مړه شوي، خو د امریکا جان هاپکنز پوهنتون په راپور کې ویل شوي چې یو وګړی په روسیه کې له دې امله مړ شوی دی.