هند کې د عمومي بندیز حکم نافذ شو

ارشیف.

په هند کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د (لاک ډون) یا عمومي بندیز حکم نافذ شو.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي پرون د مارچ په ۲۴مه، په ټلوېزیوني وینا کې اعلان وکړ چې خلک به له کورونو نه‌وځي.

دا بندیز به چې له نن ورځې عملي شو د راتلونکو ۲۱ ورځو لپاره پر ځاي وي.

هند ۱،۳ میلیارده وګړي لري.

په هغه هېواد کې د کرونا ویروس ۵۶۲ مثبتې پېښې ثبت شوې او د ۱۰ تنو د مړینې خبر تأیید شوی دی.

د امریکا جان هاپکنز پوهنتون نن وویل چې په ټوله نړۍ کې تر اوسه ۴۳۵ زره مثبتې پېښې ثبت شوې او د کرونا ویروس له امله ۱۹۶۲۵ تنه مړه شوي دي.