کابل کې د سېکهانو پر عبادت‌ځای د حملې مسؤلیت داعش واخیست

یو شمېر افغان سېکهـ ماشومان د حملې له سیمې د تېښتې پر مهال.

د داعش وسله‌والې ډلې په کابل کې د سېکهانو پر عبادت‌ځای د نننۍ حملې مسؤلیت واخیست.

دا خبر (سایټ انټلجنس ګروپ) چې د وسله‌والو انټرنټي فعالیتونه څاري، خپور کړی دی.

د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند تر دې وړاندې ویلي و چې حمله دوی نه‌ده کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې حمله پای ته ورسېده.

په حمله کې تر اوسه د ۴ وګړو د وژل کېدو خبر تأیید شوی دی.

د افغانستان د سېکهانو د ټولنې استازي، نرېندر سنګهـ خالصه ازادي راډیو ته ویلي چې د ښځو او کوچنیانو په ګډون، نږدې ۱۵۰ تنه د حملې په ځای کې راګېر دي ځکه ډېر خلک د سهارني عبادت لپاره ورغلي وو.