سبا ته پاکستان ټول کورني پروازونه بندوي

د پاکستان حکومت تر دې وړاندې پر رېل ګاډي او نړیوالو پروازونو بندیز اعلان کړی و.

د پاکستان حکومت اعلان کړه چې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره ټول کورني پروازونه بندوي.

د پاکستان د ملي هوايي چلند د ادارې ویاند عبدالستار خوکر وویل چې دا پرېکړه به له سبا، د مارچ له ۲۶مې، عملي کېږي.

په پاکستان کې په کرونا ویروس داخته کسانو شمېر ۱۰۰۰ ته رسېدلی دی.

د پاکستان حکومت تر دې وړاندې پر رېل ګاډي او نړیوالو پروازونو بندیز اعلان کړی و.

په پاکستان کې په کرونا ویروس اخته کسان اکثر هغه وګړي دي چې د زیارت لپاره ایران ته تللي او په وروستیوکې له ایرانه ستانه شوي دي.

په منځني ختيځ کې تر بل هر هېواد په ایران کې ډېر وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.