کابل کې د امریکا سفارت د سېکهانو پر عبادت‌ځای حمله وغندله

کابل کې د امریکا سفارت

په کابل کې د امریکا سفارت نن د مارچ په ۲۵مه، د سېکهانو پر عبادت‌ځای د وسله‌والو حمله غندلې ده.

سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي: "موږ دا جنایتکاران او افراطيان چې بې‌ګناه خلکو ته د زیان رسولو لپاره د عبادت پر ځای حمله کوي، غندو."

د امریکا سفارت په دې ټویټ کې لیکلي چې "سوله به یوازې هغه وخت راځي چې خلک خپل اختلافات په وسله‌نه، بلکې د خبرو له لارې حل کړي."

په کابل کې د نننۍ حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

د افغانستان امنیتي ادارو ویلي چې د حمله کوونکو شمېر او هویت لا نه‌دی څرګند.