کرونا ویروس د نړۍ اقتصاد ته زیان اړولی؛ امریکا کې یې د جبرانولو هڅه کېږي

سپینه ماڼۍ

په نړۍ کې د کرونا ویروس که له یوې خوا زرګونه انسانان مړه کړي او لسګونه زره یې ناروغان کړي، له بلې خوا یې د نړۍ اقتصاد ته سخت زیان اړولی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د اقتصاد او روغتیا سکټورونو ته د کرونا ویروس له کبله د اوښتو اقتصادي تاوانونو د جبرانولو لپاره د ۲ تریلیون ډالره تاریخي مرستې موافقه وشوه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ یوه مامور ایریک یولنډ نن وویل، وروسته له دې چې د اوونۍ په پیل کې دواړه ګوندونه موافقې ته په رسېدو کې پاتې راغلل، د سنا جرګې غړي د مالي ملاتړ پر شرایطو له سپینې ماڼۍ سره سلا شول.

ده خبریالانو ته وویل چې معامله شوې ده.

په همدې حال کې بلومبرګ خبري رسنۍ وویل چې موافقه د امریکا په وخت د شپې په یوه بجه او دوه دقیقې وشوه.

بلومبرګ همداراز وايي چې د دې موافقې د تصویب لپاره به نن د امریکا په سنا جرګه کې رایې واخیستل شي.

د سنا جرګې له سلو چوکیو څخه ۵۳ د جمهوریپالو او ۴۷ د دیموکراتانو دي، خو د دې موافقې د تصویب لپاره ۶۰ رایو ته اړتیا ده؛ د دې معنا دا ده چې باید لږترلږه ۷ دیموکراتان هم رایې ورکړي.

د سنا جرګې له له لوري له تصویب کېدو وروسته پکار ده چې دا مسوده د دغه هېواد د کانګریس د استازو جرګه هم تصویب کړي.

خو هلته بیا دیموکراتان اکثریت لري.

ننسي پلوسي

د دې جرګې مشرې ننسي پلوسي، چې د دیموکرات ګوند غړې ده، ویلي چې سمدستي به یې تصویب کړي.

وروستۍ پرېکړه به ولسمشر ټرمپ کوي او هغه د کانګریس له دواړو جرګو غوښتي وو چې دا لایحه ژر تصویب کړي څو دی یې توشیح کړي.

د امرکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ټرمپ ویلي، هر څومره چې په ځنډ دا لایحه تصویب کېږي په هماغه اندازه به امریکايي کارګر زیانمن شي او اقتصاد به په ځنډ بېرته وغوړېږي.

دیموکراتانو د جمهوریپالو له لوري د لایحې له مسودې سره مخالفت کړی و، ادعا یې لرله چې د ادارو روغتیا ته یې د کارګرو او کورنیو په پرتله زیاته پاملرنه کړې ده.

دوی همداراز هغو شرکتونو ته چې مالي مرستې ورسره کېږي، د ۵۰۰ میلیارد ډالره مرستې په ورکولو کې د شفافیت پر نشتوالي انتقاد کړی و.