سناتورانو او سپینې ماڼۍ د اقتصادي ژغورنې پر بستې موافقه وکړه

سپینه ماڼۍ

د متحده ایالاتو سناتورانو او سپېنې ماڼۍ د دوه ټریلیون ډالرو اقتصادي ژغورنې بستې باندې موافقه وکړه.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ایریک اویلنډ نن چهارشنبه سهار دا خبره ژورنالیستانو ته وکړه.

د بلومبرګ نیوز راپور ورکړ چې احتمال لري چې په دې مسئله د متحده ایالاتو په سنا جرګه کې رایګیري وشي.

جمهوري غوښتونکي سنا جرګه کنټرولوي.

د مشرانو جرګې له تصویب وروسته به د اقتصادي ژغورنې دا بسته د استازیو جرګې ته واستول شي.

هلته بیا ډیموکراتان حاکم دي.

د متحده ایالاتو د جرګې رییس نانسي پلوسي ویلي دي چې هغه تمه لري چې دا به ډیر ژر وشي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې هغه به دا اقتصادي بسته لاسلیک کړي.

د اقدام په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره شوی.

د دې اقتصادي بستې له مخې ډېری امریکایانو ته به میاشتنۍ معاش ورکړل شي او د بې کاره خلکو امتیازونه به هم ډېر شي.

دا اقتصادي بسته به د کوچنیو سوداګریو لپاره ۳۵۰ میلیارد ډالریزه پروګرام په لار واچوي څو کارګرانو ته چې د کرونا ویروس په خاطر په کورونو کې ناست دي پيسې ورکړل شي.