هلمند کې چاودنې ۸ ملکیان وژلي

د هلمند ولایت نقشه

د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۸ ملکي کسان وژلي.

د هلمند د والي وياند وايي پېښه نن سهار مهال شوې ده.

عمر ځواک ازادي راډيو ته وويل د ماين دغه چاودنه د موسی کلا ولسوالۍ اړوند د روشن ټاور سيمي ته نږدې شوې ده چې اته نفره هغه کسان چې د کوکنارو نېښ ته په يوه موتر کې روان ول، په‌کي وژل شوي دي.

ځواک زياته کړه وژل شوي اته واړه ملکي کسان دي. هغه د ماين د خښولو پړه پر طالبانو ورواړوله، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.