امریکا د میدان ښار په ښاروالې برید وغانده

له برید وروسته د میدان ښاروالې اغلې ظریفې غفاري عکس.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د میدان وردګو پر ښاروالې ظریفه غفاري وروستی برید په کلکه غندلی او هغه یې "بزدلانه" بللی دی.

مېرمن غفاري څو اونۍ وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د زړورو ښځو جایزه ترلاسه کړه.

پومپیو د سه شنبې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي د افغانستان راتلونکی د هغو کسانو په لاس کې دی چې سوله او سیاسي حل لار غواړي نه د هغو کسانو په لاس چې د افغان میرمنو ګواښولو لپاره له تاوتریخوالي او ډارونې کار اخلي.

ناڅرګندو وسله والو د مارچ په ۲۲ په کابل کې د مېرمن غفاري پر موټر حمله وکړه خو هغې ته زیان ونه رسېده.

غفاري مخکې له دې چې وړم کال د میدان وردګو ښارواله شي د ښځو لپاره یې د یوې راډیو چارې مخته وړلې.

په لومړي سر کې ځینو خلکو د ظریفه غفاري مخالفت کاوه او اجازه یې نه ورکوله چې هغه د ښاروالې په توګه دنده ترسره کړي.