واشنګټن پوسټ: که افغان مشران جوړ شي نو د مرستو پرې کولو اړتیا نشته

پومپیو

یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو له افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو کمېدو ته پام کړی دی.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان د سولې پر لور د ولسمشر غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له ګډ کار څخه د ډډې کولو په غبرګون کې د یو میلیارډ ډالرو مرستې د کمولو پرېکړه د واشنګټن یو بې ساری اقدام دی.

دا قدام په داسې حال کې شوی چې د بې وزلۍ ترڅنګ افغانستان د کرونا ویروس له ګواښ سره هم مخامخ دی.

په مقاله کې لیکل شوي چې د سې شنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني او په ولسمشريزو انتخاباتو کې د هغه سیال پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پر یو بل تور پورې کړ چې لانجه نه حل کوي او په نتيجه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د مرستو د کمولو اعلان وکړ.

پومپیو د دوشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ.

دی په داسې حال کې کابل ته لاړ چې پر نړیواله کچه د کرونا ویرس د خپرېدو له وېرې سفرونه محدود شوي.

ولسمشر غني له پومپیو سره خبرې مثبتې او رغندې وبللې خو پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وویل د پومپیو سفر داسې فرصت و چې له لاسه ووت.​

واشنګټن پوسټ لیکي، پومپیو له کابله د تګ پر مهال په الوتکه کې خبریالانو ته وویل چې هیله لري د افغانستان سیاسي سیالان به له یو بل سره جوړ راشي او د مرستو د قطع کولو اړتیا به نه وي. ​

د ورځپاڼې په لیکنه د سې شنبې په ورځ ولسمشر غني په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل چې ده عبدالله عبدالله ته د سولې په بهیر کې د مهم رول او په کابینه کې د هغه ملګرو ته د څوکیو ورکولو وړانديز کړی خو هغه ورڅخه د اساسي قانون د بدلولو غوښتنه کړې چې د دې کار صلاحیت ولسمشر نه لري. ​

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې غني د امریکا له دې پریکړې اندېښمن نه ښکاري خو د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي جان ساپکو له قوله یې لیکلي چې افغان حکومت د خپلې بودجې یوازي پنځه ویشت فیصده برخه پرې کوي.

د حکومتي وزارتونو د مصارفو په ګډون پاته پنځه اویا فیصده مصارف نړیواله ټولنه ورکوي.

​واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د کرونا ویروس له خطر سره لاس او ګرېوان ده، افغانان له سیاسي لانجو شکایت کوي.

د مقالې په پای کې لیکل شوي چې که څه هم پومپیو له افغانستان سره د مرستو د کمولو ګواښ کړی خو دا یې ویلي چې هېواد یې افغانانو ته ژمن دی او د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به افغانستان ته ۱۵ میلیونه ډالره مرسته ورکړي. ​

  • فایننشل ټایمز

د بریتانیا چاپ فایننشل ټایمز ورځپاڼې هم د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې عنوان دی: "پومپیو په افغانستان کې په توافق تر لاسه کولو کې پاتې راغلی."

د مقالې لیکوال لیکلي، مایک پومپیو ونکړای شول په کابل کې سیاسي سیالان ګډ حکومت جوړولو ته اړباسي او له طالبانو سره د سولې توافق وژغوري. ​

په مقاله کې لیکل شوي چې له افغانستانه د یو میلیارد ډالرو د مرستې پرې کولو په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د لیکوال په وینا امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ایستلو کې له ننګونو سره مخامخ ده چې دا اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي ژمنو برخه وو.​

فایننشل ټایمز لیکي، طالبانو په افغانستان کې حملو ته دوام ورکړی او ښاغلی عبدالله د ولسمشریزو انتخاباتو نتایج نه مني چې په فبرورۍ میاشت کې اعلان شول.

د مقالې په پای کې راغلي، د سولې د بهیر پر درېدلي وضعیت سربېره پومپیو ټينګار کړی چې امریکا به د ۲۰۲۱ میلادي کال تر جولای میاشتې پوري خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي. ​

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې هم له افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو د پرې کېدو موضوع ته کتنه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پاتې راغی چې افغان سیاسي سیالان پر جوړجاړي قانع کړي، پومپیو له افغانستان سره د مالي مرستو د قطع کولو اعلان وکړ. ​

مقاله د افغان حکومتي چارواکو له قوله لیکي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هغه غوښتنه رد کړه چې ګواکې دی دې اجرائيه صدراعظم شي او مساوي قدرت دې ولري. ​

مقاله یادونه کوي چې دوې اوونۍ مخکې ټاکل شوې وه طالبان له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي خو د بندیانو د تبادلې په اړه لانجه رامنځته شوه.​

د مقالې په وینا که څه هم د امریکا او طالبانو تر منځ توافق هیلې زیاتې کړي وې چې تاوتریخوالی به کم شي خو دا کار ونشو.

له هغه راهیسي چې د امریکا او طالبانو تر منځ موافقه لیک لاسلیک شوی، په تېرو درو اوونیو کې لږ تر لږه ۱۰۰ امنیتي ځواکونه او ملکیان وژل شوي دي.