غني د هند، ترکمنستان او اذربایجان له مشرانو سره خبرې وکړې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني.

د افغانستان ولسمشر د هند، ترکمنستان او اذربایجان له مشرانو سره د کرونا ویروس د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړې.

د دې ټیلیفوني جلا جلا مکالمو پر مهال ولسمشر محمد اشرف غني د هند صدراعظم نرېندرا مودي ته وویل چې افغان حکومت چمتو دی چې د سارک سازمان له غړو او د سیمې له نورو هېوادو سره په ګډه د کرونا ویروس د مخنیوي پر ضد مبارزه وکړي.

په بله ټیلیفوني مکالمه کې بیا د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف کرونا یو جدي ګواښ وباله او ټینګار یې وکړ چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ګډې هڅې په‌کار دي.

ښاغلي محمدوف له افغانستان سره په دې برخه کې د مرستو ژمنه هم وکړه.

د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف هم کرونا یو جدي ګواښ وباله او ویې‌ویل چې د دې تهدید سربېره‌یې د لاجورد لار پرانیستې پرېیښې ده چې له دې لارې د افغانستان تجارتي مالونه اروپا ته انتقال شي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا د سې شنبې تر ماښامه د نړۍ په ۱۹۴ هېوادونو کې نږدې درې لکه ۸۰ زره کسان د کرونا په ناروغۍ اخته شوي دي چې د څه باندې ۱۶ زره ۲۰۰ کسانو ژوند یې اخیستی دی.