جرمني غواړي په افغانستان کې خپل پوځیان کم کړي

ارشیف، په افغانستان کې جرمني پوځيان.

جرمني اژانس خبر ورکوي چې برلین غواړي په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کم کړي.

برلین دا پرېکړه وروسته تر دې کوي چې د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د سولې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې امریکایي ځواکونو په تدریجي ډول له افغانستانه وتل پیل کړي دي.

په افغانستان کې د جرمني شاوخوا ۱۳۰۰ پوځیان شته چې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونه روزي او هغوی ته سلامشوره ورکوي.

د جرمني له اټکل سره سم د افغان ځواکونو د روزنې له پروګرام څخه که اوس د بهرنیو سلاکارانو شمېر ۱۸ په ۱۰۰ کې کم شي بیا هم دا پروګرام مخته تللی شي.