افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۴ ته ورسېد

افغان مهاجرین د کرونا د معاینه کولو په حال کې

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په یوه ورځ کې نږدې دوه برابره شو.

په هرات کې د سې شنبې په ورځ د کرونا د ۳۲ نویو پېښو له ثبتېدو سره په افغانستان کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۷۴ کسانو ته ورسېد.

د هرات د عامې روغتیا ریاست پرون خبر ورکړ چې دغه ۳۲ تنه نور په دې ولایت کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وویل چې د دې اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید د جګړې ټول لوري شخړې راکمې کړي.

هغه زیاته کړه: "زه غواړم چې د (کووایډ-۱۹) د کرونا ویروس په اړه وغږېږم. دا د ټولې نړۍ لپاره مهمه ده. هغه شی دی چې ټوله نړۍ یې اغېزمنه کړې ده. د ائتلاف ځواکونه او افغان ځواکونه به هم اغېزمن کړي. تمرکز باید پر دې وي چې څرنګه د دې ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي چې دا کار په یوه عادي حالت کې هم ګرانه دی. که شخړې وي دا هڅې تقریباً ممکنه نه‌دي. ټول لوري باید شخړې راکمې کړي ترڅو پر دې تمرکز وشي چې زموږ د ځواکونو په منځ کې او د افغانستان د خلکو په منځ کې دا ویروس پسې خپور نه‌شي."

ارشیف

جنرال مېلر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له چارواکو سره په یوه ګډ وېډیويي کنفرانس کې پرون په داسې وخت کې دا خبرې وکړې چې د غوڅ ملاتړ مأموریت په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې په کرونا ویروس د خپلو څلورو پوځیانو د اخته کېدو خبر ورکړ.

طالبانو تر اوسه د افغانستان د حکومت د اوربند او اورکم غوښتنه رد کړې ده، خو د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وویل، که چېرته طالبان شخړې زیاتې کړي، نو هغوی پوهېږي چې زموږ له عکس‌العمل سره مخامخېږي.

جنرال مېلر زیاته کړه چې طالبان پوهېږي چې موږ د ځانونو د دفاع حق لرو او دا حق لرو چې د افغان امنیتي ځواکونو چې زموږ شریکان دي، دفاع وکړو.

طالبان

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ملګرو ملتونو د روغتیایي سازمان د اټکلونو پر اساس وایي، که افغانان روغتیایي سپارښتنو ته پام ونه‌کړي احتمال شته چې په راتلونکو پنځو میاشتو کې د افغانستان په ۱۰۰ کې ۸۰ فیصده خلک یعنې شااوخوا ۲۵ میلیونه کسان په کرونا ناروغۍ اخته شي.