د کرونا ویروس له کبله د المپیک نړیوالې لوبې وځنډیدې

دا لوبې به د ۲۰۲۱ میلادي کال تر دوبي نه اوړي خو لا به هم د ۲۰۲۰ کال المپیک لوبي بلل کېږي.

د المپیک نړیوالې لوبې د کرونا ویروس له کبله تر ۲۰۲۱ کال پورې وځنډیدې.

دا پرېکړه د المپیک نړیوالې کمیټې او د جاپان صدراعظم شینزو ابې په ګډه کړې ده.

د دې پرېکړې له مخې دا لوبې به د ۲۰۲۱ میلادي کال تر دوبي نه اوړي خو لا به هم د ۲۰۲۰ کال المپیک لوبي بلل کېږي.

تمه وه دا لوبې د روان میلادي کال د جولای له ۲۴ د اګسټ تر ۹ نېټې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې ترسره شوي وای، خو د المپیک نړیواله کمیټه د سپورټي فدراسیونونو او لوبغاړو د روغتیایې اندېښنو له کبله تر فشارونو لاندي وه چې دا لوبې باید وځنډول شي.