افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ۴ سرتېري په کرونا ویروس اخته شوي

ارشیف

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي د دوی ۴ سرتېري په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د دغو ځواکونو لخوا په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې دا کسان تازه دې هېواد ته ورغلي وو، خو دا یې نه دې ویلي چې دا کسان د کومو هېوادونو دي.

د اعلامیې له مخې هڅي رواني دي چې د نورو هغو سرتېرو چې له دوی سره یې تماس نیولی آزموینه وشي او قرنطین شي.