غني: د امریکا د مرستو کموالی به په افغانستان منفي اغېز ونه‌لري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ارګ څخه د وېډیويي وینا پر مهال

افغان ولسمشر وایي له افغانستان سره د امریکا د مرستو کموالی به د دې هېواد پر اساسي سکټورونو او د خلکو پر ژوند منفي اغېز ونه‌لري.

محمد اشرف غني نن له ارګ څخه په یوې وېډیویي وینا کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې له وړاندې یې د غیر مترقبه حالاتو لپاره طرحه درلوده.

ولسمشر غني زیاته کړه: "د امریکا د مرستو د کموالي د جبران لپاره مې د ریاضتي بودجې ټول ابعاد مطالعه کړي او ډېر ژر به تاسو ته ډاډ درکړم. اوس هم دا ډاډ درکوم چې د امریکا د مرستو کموالی به زموږ پر کلیدي سکټورونو او برخو مستقیم اغېز ونه‌کړي."

ولسمشر غني دا هم وویل چې لا هم د امریکا مرستې بندې شوې نه‌دي او هڅه کوي چې د خبرو له لاري هغوی ته قناعت ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون وروسته له دې چې هڅو یې د افغانستان د سیاسي کړکېچ د حل لپاره نتیجه ورنه‌کړه، اعلان وکړ چې امریکا له افغانستان سره په مرستو کې یو میلیارد ډالر کموالی راولي.

مایک پومپیو د دوشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ او له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره‌یې ولیدل.

ولسمشر اشرف غني د وینا په یوې برخه کې د ده او د عبدالله عبدالله چې ځان د ټول شموله حکومت مشر ګڼي، پرونیو خبرو ته اشاره وکړه او ویې‌ویل چې ښاغلی عبدالله د اساسي قانون د تغییر په څېر داسې غوښتنې لري د قانون سره په ټکر کې او د ولسمشر په صلاحیت کې نه‌دي.

تر دې وړاندي د عبدالله عبدالله له‌خوا په یوې اعلامیه کې هم راغلي چې په سختو شرایطو کې کابل ته د پومپیو سفر د افغانستان د بحران د هواري لپاره یو فرصت رامنځته کړ، خو ښه استفاده ترې ونه‌شوه.