میدان وردک کې پر باغ لرونکو ۱۷۰۰ نیالګي ووېشل شول

ارشیف

د میدان وردک ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، دغه ریاست د باغ لرونکو د اقتصادي ودې په هدف، د دغه ولایت پر باغ لرونکو، ۱۷۰۰ مېوه لرونکي نیالګي وېشلي دي.

د دغې ادارې مسؤل ولید احمد تسل ازادي رادیو ته وویل، په دغو نیالګیو کې د مڼو، بادامو، زردالو، شفتالو، ناک او ګېلاسو نیالګي شامل دي.

ښاغلی تسل وايي، د دغو نیالګیو ۵۰ فیصده لګښت د کرنې وزارت او ۵۰ فیصده‌یې بزګرو پر غاړه اخیستی دی.

هغه زیاته کړه: "د بېلګې په توګه، په یوه جریب ځمکه ۶۶ د مڼو نیالګي دي چې بیه‌یې ۴۰۸۰ افغانۍ کېږي او موږ یې بزګرو ته په ۲۰۵۰ افغانیو ورکوو."

ښاغلی تسل وايي، تر اوسه ۱۷۰۰ جریبه ځمکه ۱۴۰۰ باغ لرونکو ته ورکړل شوې او د حمل میاشتې تر پایه پورې به دا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې ته ورسېږي.

د ښاغلي تسل په خبره، دغه لړۍ د حوت له ۱۵مې پيل شوې او د حمل تر پایه پورې به دوام وکړي.