وسلهوالو طالبانو تېره شپه د بدخشان ولایت پر مایمی ولسوالۍ برېد وکړ او د دې ولسوالۍ ځینې برخې یې ونیولې.
د سیمې اوسېدونکو په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته ویلي چې د مایمی ولسوالۍ په لمنو کې اوس هم درنې جګړې روانې دي.
سیمهییز چارواکي خبرداری ورکوي چې که اضافي ځواکونه سیمې ته ونهرسېږي، نو د دې ولسوالۍ سقوط ناممکن نهدی.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو له نُسی ولسوالۍ څخه پر مایمی حمله کړې او اوس د دې ولسوالۍ په یو شمېر لیرې پرتو سیمو کې فعال دي، خو ښاغلی نظري وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه دوام لري.
د بدخشان د والي ویاند وویل، په جګړه کې طالبانو ته تلفات اوښتي، خو د شمېر په اړهیې څه ونهویل. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.