روغتیا سازمان: کرونا ویروس تقریباً د نړۍ هر هېواد ته رسېدلی

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبرياسوس

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وايي کرونا ویروس یا (کووایډ-۱۹) تقریباً د نړۍ هر هېواد ته رسېدلی دی.

تدروس ادهانوم ګبرياسوس پرون دوشنبه په جنوا کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "WHO ته تقریباً د نړۍ هر هېواده د (کووایډ-۱۹) د څه باندې ۳۰۰ زره پېښو راپور ورکړل شوی دی. دا خواشینوونکې موضوع ده."

دا ناروغي په چټکۍ په خپرېدو ده. د کرونا ۱۰۰ زره پېښې د ویروس د خپرېدو په لومړیو ۶۷ ورځو کې ثبت شوي، ۱۰۰ زره نورې پېښې په ۱۱ نورو ورځو کې او ۱۰۰ زره نورې پېښې په وروستیو څلورو ورځو کې."

په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د مړو شمېر ۱۶ زرو ته رسېدلی دی او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر تر درې لکه او ۶۷ زرو څخه اوښتی دی.